کورپاڼه / فلمي تبصرې / په “ان لاک” فلم تبصره
Unlock Movie

په “ان لاک” فلم تبصره

د حنا خان، کوشل ټنډن او اديتي اريا فلم ان لاک Unlock چې ٥٨ دقيقې دى، تېره ورځ په انلاين بڼه خپور شو، چې د خلکو له لوري پرې بېلا بېلې تبصرې شوې دي.

د فلم کيسه د درې کسانو ترمنځ ده، سوهاني (حنا خان Hina Khan) او ريدي (اديتي اريا Aditi Arya) په دغه فلم کې دوه ملګرې دي، چې يو ځاى ژوند کوي، همدا راز امر (کوشل ټنډن Kushal Tandon) بيا له ريدي سره مينه کوي، خو سوهاني هم پر هغه مينه ده او هڅه کوي چې ترلاسه يې کړي.

سوهاني د امر د ترلاسه کولو لپاره ډارک وېب يا تور وېب ته مخه کوي او په خپل موبايل کې يو داسې ايپ انسټالوي، چې هغه يې ارمان پوره کوي، خو په بدل کې به يې درې ټاسکونه ورکول کېږي، چې بايد دا ټاسکونه پوره کړي، چې له تورۍ نړۍ سره تړاو لري.

د ډارک وېب، يا د انټرنېټ هغه څه چې موږ ته په سترګو نه ښکاري او يوه توره نړۍ ده، کومه کيسه چې ډايريکټر ته په لاس ورغلې ده، نو ډېر په زړه پورې کيسه ده خو نوموړى په دې نه دى بريالى شوى چې يو کامياب فلم پرې خلکو ته وړاندې کړي.

حنا خان او اديتي اريا

په فلم کې درې مرکزي کردارونه دي چې حنا خان، کوشل ټنډن او اديتي اريا لوبولي دي، خو د دوى تر څنګ بيا هېڅ داسې کيمسټري يا تړون نه ښکاري چې خلکو ته يې جوړي په زړه پورې ښکاره شي.

د فلم د ويرې صحنې ښې دي، خو د مينې صحنې يې بيا هماغه د پخوانيو فلمونو په څېر دي، چې نوي پکې هېڅ نشته دى.

د فلم ډاريکټر يا لارښود ديباتما منډل دى، چې د يوه ښه فلم د جوړولو هڅه يې کړې ده، خو بريالى شوى نه دى، همدا راز د نورو فلمونو په څېر دا فلم ډېر کوچنى هم دى چې يوازې ٥٨ دقيقې دى.

خو د هغه کسانو لپاره، چې د ويرې يا انټرنېټ په تړاو فلمونه ګوري، د هغوى لپاره دا فلم بد نه دى چې يې وګوري.