کورپاڼه / فلمي تبصرې / ډولي کيټي اور وه چمکتى ستارى: د دوه ازادخياله خويندو کيسه
بهومي پډنيکر او کونکنا سين شرما

ډولي کيټي اور وه چمکتى ستارى: د دوه ازادخياله خويندو کيسه

فلم: ډولي کيټي اور وه چمکتى ستارى Dolly Kitty Aur Woh Chamakte Sitare

ډائريکټر: النکرتا شريواستو

هغه فلمونه چې په سينماګانو کې د نندارې لپاره وړاندې شوي و، اوس يو يو په انلاين بڼه خپرېږي، چې په دې لړ کې د کونکنا سين شرما او بهومي پډنيکر نوى فلم (ډولي کيټي اور وه چمکتى ستارى) هم نن په نيټ فليکس باندې خپور شو، چې خلک کولاى شي په خپلو کورونو کې يې ډېر په اسانۍ وګوري.

د (ليپ سټک انډر مايي برقعه) فلم جوړونکې ډايريکټرې يو ځل بيا داسې يو فلم جوړ کړى دى، چې په ټولنې يې سختې نيوکې کړې دي او ځينې پوښتنې يې راپورته کړې دي.

په دې فلم کې دا خبره وړاندې شوې ده، چې ولې په يوه ټولنه کې د نارينه و لپاره يو ډول قوانين دي او د ښځو لپاره بل ډول، ولې ښځې نه شي کولاى چې هغه څه ترسره کړي چې نارينه يې ترسره کوي.

د فلم کيسه:

ډولي (کونکنا سين شرما) په نويډا کې ژوند کوي او د هغې خور کاجل (بهومي پډنيکر) د واده نه د ځان بچ کولو لپاره د بهار نه نويډا ته د هغې خواله ورځي.

د ډولي له خپل خاوند سره کورنى ژوند ښه نه وي، هغه له خپل خاوند خوشحاله نه وي او خاوند يې له هغې نه وي خوشحاله. په دې وخت کې د ډولي اړيکې د يو بل هلک (امول پراشر) سره جوړېږي. بل لوري ته کاجل د ډېټينګ اپيليکشن په يو شرکت کې کار پيلوي.

هغه په ټيليفون له خلکو سره خبرې کوي او هغوى خوشحالوي. د همدې دندې پر مهال د يو مشتري سره يې مينه پېدا کېږي، خو په دې مينه کې هغه څه نه ترلاسه کوي، چې هغه يې هيله منه وي.

پراديپ بيا ډولي ته دوکه ورکوي او د دواړو کور هم په ورانېدو وي. خو د رشتې ختمېدو وروسته کيټي وايي، چې د نارينه و لپاره د رومانيټک کال سينټرز شته، نو د ښځو لپاره ولې نشته؟

تبصره:

په هيلو او ارمانونو الانکرتا يو ډېر ښه فلم جوړ کړى دى. خو په دې فلم کې ځينې صحنې داسې دي چې له کورنۍ سره نه شي کتل کېداى. همدا راز د فلم موضوع نوې ده او د کونکنا سين شرما او بهومي پډنيکر په څېر هنرمندانو پکې په زړه پورې کار کړى دى، نو د فلمونو مينه وال به يې له کتلو ډډه ونه کړاى شي.

کونکنا سين شرما د ټولنې د يوې منځنۍ طبقې اوسېدونکې په توګه تل ښه کار کړى دى او په دې فلم کې يې هم دا رول ډېر ښه ترسره کړى دى، همدا راز بهومي پډنيکر بيا د يوه کوچني ښار د نجلۍ په کردار کې داسې ښکاره کېږي، چې حقيقت کې د همدغه ښار اوسېدونکې ده او هېڅ اداکاري نه کوي. د (دم لګا کى هايشه) او (ټوايليټ) په څېر په دې فلم کې هم هغې په زړه پورې اداکاري کړې ده.

امول پراشر او ويکرنت مېسي هم په خپلو خپلو کردارونو کې ښه دي. که تاسې دا ډول فلمونه خوښوئ، نو بيا دا فلم حتماً وګورئ، ځکه ستاسې لپاره پکې ډېر څه دي.

د فلم ټرېلر: