کورپاڼه / فلمي تبصرې / په فلم تبصره: د اکشى کمار فلم (لکشمي) نه ويرونکى دى او نه خندونکى
اکشى کمار او کياره اډواني لکشمي

په فلم تبصره: د اکشى کمار فلم (لکشمي) نه ويرونکى دى او نه خندونکى

د فلم نوم: لکشمي

هنرمندان: اکشى کمار، کياره اډواني، شرد کلکر، اشويني کاليسکر، عايشه راجا مشرا او رشي منو

وخت: ٢ ساعته او ٢٠ دقيقې

ژانر: ويرونکې کوميډي

ډايريکټر يا لارښود: راګهاو لاورينس

که چېرته کورونا نه واى، نو (لکشمي) فلم به د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شوى واى، خو اختر تېر شوى او د اکشى کمار او کياره اډواني دا فلم پرون په انلاين بڼه په ډزني هاټ سټار باندې د شپې ٩ بجې خپور شو.

د دې فلم تر خپرېدو مخکې په فلم باندې ډېر بحثونه هم وشو او د فلم په نوم هم ډېرې نيوکې وشوې، چې وروسته فلم جوړونکو د فلم نوم له (لکشمي بامب) څخه يوازې (لکشمي) کړ. دا فلم د نرښځيانو په موضوع جوړ شوى دى، چې د هند ټولنه ورته اوس هم پوره ارزښت نه ورکوي.

د فلم کيسه:

اصف (اکشى کمار) او رشمي (کيار اډواني) دواړو د مينې واده کړى وي چې کورنۍ يې خلاف وي. د رشمي مور و پلار په دا ډول د دوى واده کولو له امله دوى سره هر ډول اړيکې پرېږدي. يوه ورځ رشمي ته خپله مور زنګ وهي او د واده د ٢٥م کليزې لپاره يې خپل کور ته دعوت کوي.

د رشمي مور و پلار چې په کومه سيمه کې ژوند کوي، هلته يو خالي کور وي، چېرته چې يو طاقتوره اروا يا روح ژوند کوي. اصف د خپلې مېرمنې سره د خسر کور ته ځي. هغه په اروا هېڅ عقيده نه لري او وايي که کومه ورځ يې مخې ته دا شيان راغلل، نو له هغه وروسته به هغه بنګړي په لاس کې واچوي.

د خسر کور ته له راتګ وروسته هغه يوه ورځ له ماشومانو سره په دغه خالي کور يا پلاټ کې کرکټ کوي، چې دغه اروا ورپسې شي او بيا د ده بدن ته ننوځي. هغه په رښتيا هم بنګړي واچوي، ځکه چې دا اروا د يو نرښځي وي. اصف په بشپړ ډول بدل شي، د هغه د خبرو انداز او د ګرځېدو انداز يې بدل شي. د ښځيو د کاليو په دوکان کې هغه د ښځو کالي اغوندي او د شپې چې ټول ويده وي، نو هغه بنګړي په لاس کوي او ورته خوشحاله وي.

کله چې د اصف حقيقت د کورنۍ خلکو ته معلومېږي، نو ټول ويرېږي، د نرښځي دا اروا چې د اصف بدن ته ننوتى وي، ايا غواړي چې له چا څخه بدله واخلي؟ کوم نيمګړى کار پوره کړي؟ ايا د اصف کورنۍ هغه له دې روح څخه بېرته راايستلى شي؟ دا هر څه د اکشى کمار او کياره اډواني په فلم (لکشمي) کې وګورئ.

تبصره:

په (لکشمي) فلم کې اکشى کمار ډېر ښه او په زړه پورې اداکاري کړې ده. د نرښځي کردار هغه ډېر په ښه ډول لوبولى دى او ليدونکو يې داد ورکړى دى. په دې فلم کې د دوکان يوه صحنه ده، چېرته چې اکشى کمار ساړي (هندي کالي) اغوندي، دا صحنه ښايي د اکشى کمار مينه وال تر ډېره پورې ياده وساتي.

په (بم بولى) سندره کې هم اکشى کمار د نرښځي په بڼه کې ډېره ښه نڅا کړې ده او ښايي دا سندره تر ډېره پورې د خلکو په ياد پاتې شي.

په فلم کې د کياره اډواني صحنې ډېرې نه دي، خو هر څومره صحنو کې چې هغه راښکاره شوې ده، ښه کار يې پکې کړى دى. د نرښځي په کردار کې شرد کلکر ډېر ښه رول لوبولى دى او د خلکو زړونه يې وګټل. د اکشى کمار د خسر په کردار کې د راجيش شرما کردار ډېر ښه دى او د هغه کوميډي خلک خندوي.

که د ډايريکټر خبره وشي، نو راګهاو لاورينس د (کانچنا) فلم په څېر زبردست فلم نه دى جوړ کړى، لکشمي يو ويرونکى کومېډي فلم دى، يعنې د ويرې فلم دى چې کوميډي هم لري، خو دلته دا فلم نه خلک خندوي او نه يې هم ويروي.

دا فلم د تامل مشهور فلم (کانچنا) ريميک دى، خو که چېرته دا فلم له هغې سره مقايسه شي، نو د هغه فلم په څېر ښه فلم نه دى. د فلم تر ټولو کمزورې برخه د دې فلم کيسه يا سکرپټ دى.

په دې فلم کې درې سندرې دي، (برج خليفه) سندره يې ډېره مشهوره شوې ده، (بم بولى) سندره يې د اکشى کمار په نڅا خلکو خوښه کړې ده او دريمه سندره په فلم کې په زور ننويستل شوې ده.

د دې فلم يوازينۍ ښه خبره دا ده چې اکشى کمار پکې د نرښځي کردار لوبولى او په ډېر ښه ډول يې دا کردار ترسره کړى دى.