کورپاڼه / بېلا بېل / بلغاریه کې د پېغلو نجونو او ناویانو بازار، څومره بیه لري؟

بلغاریه کې د پېغلو نجونو او ناویانو بازار، څومره بیه لري؟

په نړۍ کې اوس هم داسې قومونه شته چې د پېغلو یا ناویانو بازارونه پکې لګي او پېغلې په دې بازارونو کې د مېړونو په تمه او سړي پکې ځانته ښځې اخلي.

د اروپا د بلغاریه هېواد یو داسې قوم اوس هم شته او سږکال پکې د تېر په څېر بیا د پېغلو بازار یا مېله لګېدلې وه، چې په سلګونه پېغلې راغلې وه.

دا مېله یا بازار د بلغاریه په موګیلا کلي کې لګېدلی و، چې دا یو ډېر ستر کلی دی. د دې کلي خلک که څه نجونو ته ډېره ازادي نه ورکوي، خو د پېغلتوب سره سم يې دې بازار ته راولي، تر څو واده يې ومړي.

دې بازار ته مجردان او هغه کسان چې ښځې يې طلاقې کړې وي، ورځي او د ځان لپاره ناوې ګوري.

د دې بازار په اړه ویل کېږي، چې د یوې پېغلې نجلۍ په سر يې کورنۍ شاوخوا ۷ زره امریکايي ډالر اخلي او بیا يې یو کس ته واده کوي.

په دې کلي کې دا کلتور له پېړیو راهیسې راروان دی او د دې ځای خلک وايي، چې دا کلتور به تر پېړيو پورې بیا هم روان وي.

د پېغلو نجونو سره یې میاندې یا د کورنۍ نور غړي راځي، نجونه يې ډېرې زیاتې سینګار کړي وي او دوی بیا د خلکو په تمه وي، تر څو د چا خوښه شي او هغه ته يې ورکړي.

د دغه کلي نوې پېغلې شوې نجونې دې بازار یا مېلې ته ډېرې په تمه وي او د بازار ورځې ته بیا ځان ډېر سینګاروي، تر څو د خپل ژوند ملګری پېدا کړي او نوی ژوند پیل کړي.

په زړه پورې

ټيټ قد لرونکې ښځه

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه څو کلنه شوه؟

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه جيوتي کسانجي نومېږي، خو ايا پوهېږئ چې …