کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې ایفل ټاور سره يې واده کړی و، بېرته یې ترې طلاق واخیست

هغه ښځه چې ایفل ټاور سره يې واده کړی و، بېرته یې ترې طلاق واخیست

د فرانسې د ایفل ټاور سره واده کوونکې امریکايي ښځې بېرته له ایفل ټاور څخه طلاق اخیستی دی او دواړه اوس له دې وروسته ښځه او خاوند نه دي.

د ډيلي سټار په وینا، دغه ۴۰ کلنه امریکايي ښځه ایریکا نومېږي، چې له دې مخکې يې هم د ډېرو بې روحه شیانو سره مینه پېدا شوې وه، خو کله چې یې د پېرس ایفل ټاور ولیده نو په دې مینه شوه.

دغه ښځې له ایفل ټاور سره د واده کولو پرېکړه وکړه او د دې واده لپاره یو ځانګړی پروګرام هم نیول شوی و، چې لسګونو کسانو پکې ګډون وکړ او ایریکا ته يې د واده مبارکي ورکړه.

خو اوس تازه ویل شوي دي چې ۴۰ کلنې ایریکا د ایفل ټاور څخه طلاق اخیستی دی او نور د دوی ترمنځ هېڅ اړیکه نشته دی.

خو ایریکا د ایفل ټاور څخه د طلاق اخیستو لامل نه دی روښانه کړی، چې ولې يې بېرته خپل واده ختم کړ او ایفل ټاور يې پرېښود.

دغه امریکایۍ ښځه له ایفل ټاور سره تر واده وروسته په مرکه کې ویلي و، چې د هغې سړي نه خوښېږي او بې روحه شیان يې خوښېږي او له همدې لارې تسکین ترلاسه کوي.

په زړه پورې

خادمه

د کور خادمې د کورنۍ خلکو ته په ترکارۍ کې متيازې اچولې، چې ونيول شوه څه وجه يې وويله؟

په هر ځاى کې د شتمنو خلکو په کورونو کې ځينې مزدوران او خادمانې کار …