کورپاڼه / بېلا بېل / د اسراییل ۱۹ کلنه نجلۍ د ۲۰۲۰ د ۱۰۰ ښایسته څیرو لیسټ کې لومړۍ راغله

د اسراییل ۱۹ کلنه نجلۍ د ۲۰۲۰ د ۱۰۰ ښایسته څیرو لیسټ کې لومړۍ راغله

ویل کېږي چې ښکلا د خلکو په سترګو کې وي، خو ۱۹ کلنه یایل شیلبا د ډېرې ښکلا مالکه ده، له دې سره ټول اتفاق لري.

د اسراییل دا ۱۹ کلنه نجلۍ د ټي سي کینډلر د ۲۰۲۰ کال د ۱۰۰ ښایسته څیرو په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ او د ۲۰۲۰ کال تر ټولو ښایسته څیره اعلان شوه.

یایل شیلبا د اسراییل په هوايي ځواک کې تمرینات ترسره کوي. نوموړې له اسراییل ټایمز سره په خبرو کې وویل، چې دا لومړی ځل دی چې په کومه برخه کې مې لومړی مقام ګټلی، زه ډېره خوشحاله یم.

یایل شیلبا په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره فعاله ده او په انسټاګرام کې تر ۱ میلیون زیات تعقیبوونکي لري. هغه موډله ده او ویل کېږي چې د اداکارۍ پیلولو اراده هم لري.

خو په اسراییل کې هر شخص باندې لازمي ده چې پوځي تمرینات ترلاسه کړي، نو یایل شیلبا هم اوسمهال د هوايي ځواک په برخه کې پوځي تمرینات ترلاسه کوي.

په زړه پورې

ټيټ قد لرونکې ښځه

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه څو کلنه شوه؟

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه جيوتي کسانجي نومېږي، خو ايا پوهېږئ چې …