کورپاڼه / بېلا بېل / د فحش اداکارې لپاره د عزت کار ګران دى، د ماضي په اړه معلوماتو سره سم له دندې ليرې شوه
لونا ويلس فحش اداکاره

د فحش اداکارې لپاره د عزت کار ګران دى، د ماضي په اړه معلوماتو سره سم له دندې ليرې شوه

په امريکا کې د فحش فلمونو يوه اداکاره وروسته له هغې له دندې ليرې شوه، کله چې شرکت ته د هغې د تېر وخت په اړه معلومات وشو.

د ارکنساس اوسېدونکې ٣٣ کلنه لونا ويلس د مېکسيکو په يوه رسټورانټ کې کار کولو، چې اوس له دندې ليرې شوې ده. دغه ښځه تر دې مخکې په فحش فلمونو کې اداکاره وه، چې د کورونا له امله يې کارونه بند شو، خو کله چې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوه، نو په دې رسټورانټ کې يې دنده پيل کړه.

د دندې د پيل يوه اونۍ وروسته د رسټورانټ مسوولينو ته معلومات وشو، چې لونا ويلس مخکې څه کار کاوه، نو سم له لاسه يې له دندې ليرې کړه.

لونا ويلس وايي، چې کله د رسټورانټ مالک د دې له مخکيني کار خبر شو، نو سم له لاسه يې له دندې ليرې کړه.

خو بل خوا د شرکت مسوولين وايي، چې لونا ويلس يې د هغې د مخکيني کار له امله له دندې نه ده ليرې کړې، بلکې د دوى د رسټورانټ د پالېسۍ څخه يې سرغړونه کړې وه، نو ځکه يې له دندې ليرې کړه.

په زړه پورې

ټيټ قد لرونکې ښځه

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه څو کلنه شوه؟

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه جيوتي کسانجي نومېږي، خو ايا پوهېږئ چې …