کورپاڼه / جالب / سونم کپور، اداکاره جیکولین د دنیا له شرم نه وساتله
سونم کپور

سونم کپور، اداکاره جیکولین د دنیا له شرم نه وساتله

د پرفيکشن لپاره ښکلې دغه ښکلې نجونې په ځانګړي ډول سره د ځان لپاره جامې ډيزاین کوي، خو کله ناکله دوی د خپلو جامو د خراب ډيزاین له امله پازابېږي هم. په یوه پروګرام کې له اداکارې جیکولین فرنانډز سره هم داسې شوي دي.

سونم کپور

د بالي ووډ د اداکارانو د فېشن شوګانې ډېری وخت ټرېنډ کېږي، ځکه چې په دغو شوګانو کې اداکارانې بيخي بل ډول ښکلې ښکاري. یوازې فلمونه نه دي، چې د اداکارانو په شهرت کې مستقیم لاس لري، بلکې موډلينګ هم هغه برخه ده، چې خلک یې له امله د اداکار څارلو ته مجبوره کېږي.

سونم کپور

ډېری وخت په فېشن شوګانې کې موډلانې د خپل لباس له جوړښت سره عادت نه وي او بیا په لږ وخت کې په یاد لباس کې یې زړه تنګ شي. همداسې یو کار له اداکارې جیکولین سره هم شوی و. په اصل کې جیکولین داسې یو ډول تور رنګ جامې پر تن کړې وې، چې د دې جامو له اغوستو نه موخه خلکو ته د خپل بدني جوړښت ښودل وو.


جیکولین په دې جامو کې چې ښکلې غوږ والۍ یې هم ورسره په غوږو کړې وې او ډېره ښه ورسره ښکارېده، یو ناڅاپه د تلوپر مهال پازابېږي، دا وخت د جیکولین د جامو شاتنۍ برخه خلاصېږي او که سونم کپور هلته موجوده نه وای، شاید د اداکارې حالت خراب شوی وای.

سونم کپور په داسې یو مهارت سره د جیکولین د کمیس شاته زېب وتاړه، چې فوټوګرافرانو ته هېڅ هم په لاس ورنغلل او پوه نه شول، چې د اداکارې جیکولین کمیس خلاص شوی دی.


په همدې وخت کې سونم کپور او جیکولین فوټوګرافرانو ته یو ځای ودرېدې او جوړه عکسونه یې واخیستل. د سونم او جیکولین یاده ويډيو کافي ډېره وایرل شوه او هر څوک همدا خبره ليکي، چې سونم، جیکولین د دنيا په مخ کې له شرمېدو نه وژغورله.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …