کورپاڼه / خبرونه / صحيفه جبار: پښتنه يم نو کله مې هم د اداکارۍ په اړه فکر نه و کړى
صحيفه جبار

صحيفه جبار: پښتنه يم نو کله مې هم د اداکارۍ په اړه فکر نه و کړى

د پاکستان مشهوره اداکاره صحيفه جبار وايي، چې هغې له کوچنيوالي څخه د ځان مشهورو شوق لرلو، خو چون په يوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلې ده، نو کله يې د اداکارۍ او موډلنګ په اړه فکر نه و کړى.

صحيفه جبار په يوه مرکه کې فلمي نړۍ ته د راتګ په اړه خبرې کړې دي، هغه وايي، چې له کوچنيوالي د هر چا په ذهن کې دا وي چې ځان مشهور کړي، خو ما کله هم دا فکر نه و کړى چې موډله به جوړه شم.

هغه زياتوي، ما فکر کړى و چې زه به ډېرې زده کړې ترلاسه کوم او يو ستر شخصيت به له ځانه جوړوم او په همدغه ډول به ځان مشهوروم.

صحيفه جبار وايي، چې زه په يوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلې يم، نو تر پوهنتون پورې مې کله هم دا فکر نه و کړى چې موډلنګ به وکړم، خو ځينې شيان ستا په برخه ليکل شوي و چې لارې ورته په خپله جوړېږي او هماغسې هر څه ترسره کېږي.

نوموړې وايي، په لومړي ځل مې په پوهنتون کې موډلنګ وکړ، چې له مشهورې اداکارې او موډلې نيها راجپوت سره په رېمپ باندې لاړم.

صحيفه جبار د اداکارۍ په اړه وايي، چې واده ته مې لس ورځې پاتې وې چې د يو ټلويزيون له خوا راته په سريال کې د کار کولو وړانديز وشو، ما ورته وويل چې زما واده دى او ښايي زه ونه شم کولاى.

خو هغوى بيا بيا راته په سريال کې د کار کولو خبره کوله او اخر هم د واده نه ٢٠ ورځې وروسته ما په لومړي ځل په سريال کې ثبت پيل کړ.

په زړه پورې

فرزانه ناز

فرزانه ناز هم مینه والو ته د اختر مبارکي ورکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز هم مینه والو ته د کوچني اختر …