کورپاڼه / خبرونه / د اريان خان له ولسمشر غني نه ګيله؛ وايي ظلم ورسره روان دى
اريان خان

د اريان خان له ولسمشر غني نه ګيله؛ وايي ظلم ورسره روان دى

د هېواد مشهور هنرمند اريان خان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه ګيله کړې ده او ويلي يې دي، چې له هغه سره ظلم روان دى، چې حق يې خوړل کېږي.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې يوه اوږده ليکنه خپره کړې ده او ليکلي يې دي: ((کله چې يو هنرمند د خپل وطن لپاره کار کوي، حق يې هم دى چې بايد وستايل شي خو په افغانستان کې د هنر مېدان هم مافيايي شوى دى، بازاري هنرمندان راغوښتل کېږي او ستايل کېږي، خو هغوى چې شپه او ورځ د خپل هنر او نظام لپاره کار کوي، له پام غورحول کېږي.))

هغه په خپل پوسټ کې ليکي: ((زه يوازې د ځان خبره نه کوم، بلکې د ډېرو ښو هنرمندانو سره دا ظلم روان دى.))

هغه له ولسمشر غني څخه ګيله کړې ده او ويلي يې دي، چې مستحق يا حقدار بايد وستايل شي او د خربوزو او ټېپرو فرق بايد وشي. نوموړى وايي: ((ايا په ارګ کې په ځينو کلتوري غونډو کې د ګډون لپاره بايد د ځينو ارګ مېشتو سفارش ولرم؟ ايا د وطن اړوند د هنري اثارو د نشر لپاره بايد د ملي ټلويزيون د ټېکدار سره شخصي اړيکه ولرم؟.))

اريان خان وايي، چې دا لومړى ځل نه دى چې داسې ورسره شوي دي، بلکې تر دې مخکې هم ورسره داسې شوي دي. هغه وايي چې د ملي احساساتو، حماسې د افغان د وياړ، وقار، حق، امن، ازادۍ د جوش او جذبې د پارولو اواز يې پورته کړى دى او د اصيل فرهنګ نمايندګي يې کړې ده.

نوموړى وايي، چې د افغانانو او پښتنو لپاره يې د بالي ووډ او هالي ووډ زرګونه ډالر پرې ايښي دي او دلته د خپل وطن لپاره کار کوي، خو له هغه سره داسې کېږي.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …