کورپاڼه / جالب / د واده په شپه ناوې له هلک سره داسې کار وکړ، چې ټول يې حېران کړل
ناوې

د واده په شپه ناوې له هلک سره داسې کار وکړ، چې ټول يې حېران کړل

په هند کې يوې ناوې د واده په شپه خپل خاوند د چاقو په مرسته ټپي کړ او د کور څخه يې هر څه وتښتول، کورنۍ يې په پوليسو کې د ناوې پر ضد عريضه کړې.

د معلوماتو له مخې، دا پېښه په اترپردېش کې شوې ده، چې د واده په شپه ناوې په خپل خاوند بريد وکړ، هغه يې ټپي کړ او پېسې او نور ګرانبيه سامان يې هم له ځان سره يووړ.

دغه هلک چندر شيکر نومېږي چې د مارچ په ١٥مه يې واده کړى و، هغه وايي چې ناوې يې غله وه او د غلا لپاره يې له هغه سره واده هم کړى و، چې د واده په شپه يې خپل کار ترسره کړ.

ناوې منيشا نومېده، چې د واده په شپه يې خپل خاوند دومره ټپي کړ چې هغه بېهوښه شه او د کور څخه يې ١٥ زره کلدارې او نور سامان د طلا په ګډون له ځان سره يووړ.

پوليسو د يادې ناوې پر ضد عريضه ثبت کړې ده او وايي چې دوى د ناوې د نيولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

په زړه پورې

خادمه

د کور خادمې د کورنۍ خلکو ته په ترکارۍ کې متيازې اچولې، چې ونيول شوه څه وجه يې وويله؟

په هر ځاى کې د شتمنو خلکو په کورونو کې ځينې مزدوران او خادمانې کار …