کورپاڼه / خبرونه / پريانکا چوپړا: زه د اسلام، عيسايت او هندويزم سره ګډه لويه شوې يم
پريانکا چوپړا

پريانکا چوپړا: زه د اسلام، عيسايت او هندويزم سره ګډه لويه شوې يم

د بالي ووډ او هالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره پريانکا چوپړا وايي، چې هغه د اسلام، عيسايت او هندويزم سره ګډه رالويه شوې ده او د درې واړو په اړه معلومات لري.

پريانکا چوپړا چې د خپل کتاب Unfinished په اړه يې له يوې رسنۍ سره مرکه کوله، د خپل کوچنيوالي په اړه يې هم خبرې کړې دي او په هند کې د ډېرو دينونو په اړه هم غږېدلې ده.

نوموړې وايي، چې زه له داسې تجربو څخه تېره شوې يم، ځکه چې هند يو داسې هېواد دى، چې هلته ګڼ شمېر دينونه دي او پلويان يې ګډ ژوند لري.

هغه وايي، ما د عيسايانو په ښوونځي کې درس ويلى دى، نو له عيسويت څخه پوره خبره يم، زما پلار به په يو جومات کې قوالي ويلې، نو زه د اسلام په اړه هم پوره معلومات لرم او په خپله د يوې هندوې کورنۍ يم، نو له هندو دين نه هم باخبره يم، د دې ټولو زما په ژوند کې ډېر اغېز دى.

پريانکا چوپړا وايي، چې ماته مې پلار ويلي و، چې ټول دينونه خلک ښې لارې ته سموي او د انسانيت لپاره ستر پېغام لري. هغه وايي چې زه په دې يقين ساتم، چې يو داسې څوک شته چې دا ټوله نړۍ يې روانه کړې ده.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …