کورپاڼه / خبرونه / پوجا بټ: بالي ووډ په ځوانۍ مين دى
پوجا بټ

پوجا بټ: بالي ووډ په ځوانۍ مين دى

د بالي ووډ فلمونو ډايريکټره، پروډيوسره او اداکاره پوجا بټ وايي، چې بالي ووډ په ځوانۍ مين دى، هغه اداکارانې چې عمر يې زيات شي، بيا ورته د کار په برخه کې ستونزې پېښېږي.

پوجا بټ چې په پاخه عمر کې يې يو ځل بيا اداکارۍ ته مخه کړې ده، په يوه مرکه کې يې د زيات عمر ښځينه اداکارانو ته د کار د نه ورکولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وايي، په بالي ووډ کې د پاخه عمر لرونکو ښځو لپاره کردارونه ډېر نشته، ځکه چې بالي ووډ په ځوانۍ مين دى او ټول په همدې هڅه کې لګيا دي.

پوجا بټ وايي، چې موږ د زيات عمر څخه ويريږو او همدا وجه ده چې کله موږ مجلې ګورو نو په هغې کې تر ټولو زيات هغه شيان وينو، چې ځواني ودروي، کريم به ستاسې د مخ داغونه ختم کړي، خو نور څه نه شي کولى.

نوموړې وايي، چې موږ ته پکار دي چې بايد داسې يو سيسټم جوړ کړو، چې هغه ښځينه اداکارانې چې عمر يې پوخ شي، بايد ډېر مضبوط او قوي کردارونه ورته ورکړل شي.

پوجا بټ وايي، چې زموږ د ټولو خلکو پام دې ته وي چې د ښځې عمر زيات شو او د هغې بدن د پخوا په څېر نه دى، خو د نارينه و په اړه بيا هېڅ کله هم څوک داسې خبرې نه کوي.

د يادولو وړ ده چې پوجا بټ د نيټفليکس په وېب سريال (بامبى بېګمز) کې کار کړى دى، چې دا وېب سريال ډېر مشهور شوى دى، خو د ځينو صحنو له امله تر نيوکو لاندې هم دى.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …