کورپاڼه / جالب / يوې ځوانې نجلۍ له خپل ځان سره واده وکړ
پيټريشا

يوې ځوانې نجلۍ له خپل ځان سره واده وکړ

د اسټراليا يوې ٢٨ کلنې نجلۍ له خپل ځان سره واده وکړ او وجه يې داسې ده که تاسې ترې خبر شئ، نو حېرانه به پاتې شئ.

د دي ميرر د معلوماتو له مخې، د سيډني اوسېدونکې پيټريشا کرسټين په يو ښوونځي کې ښوونکې ده، چې په ٢٠١٣ کال کې يې يو هلک سره کوژده کړې وه، خو وروسته يې داسې احساس کړه، چې له دې هلک سره واده کول به يې ستره تېروتنه وي، نو ځکه يې خپله کوژده ختمه کړه.

اوس دې نجلۍ د ٢٨ کلونو په عمر کې له خپل ځان سره واده کړى دى. پيټريشا د خپل ځان سره واده په دې پروګرام کې يوازې ٩ ملګري دعوت کړي و او ٤٩ پاونډه مصارف يې کړي دي، چې په دې کې هغې د ځان لپاره ګوتمه، د واده جوړه او يو ګل اخيستي و.

د خپل دې جالب واده په اړه پيټريشا وويل، چې دلته دا خبره عامه ده چې ښځه بايد تر ٣٠ کلنۍ مخکې له يو نارينه سره واده وکړي، ما غوښتل چې دا فکر غلط ثابت کړم، نو ځکه له ٣٠ کلنۍ مخکې ما له خپل ځان سره واده وکړ.

نوموړې وايي، چې د خپل کوژدن سره د ووخت تېرولو وروسته ما د خپل ځان اهميت احساس کړ او بيا مې پرېکړه وکړه، چې د يو بل چا لپاره به خپل ارمانونه نه خاورې کوم.

پيټريشا وايي، له همدې امله مې له خپل کوژدن سره کوژده ختمه کړه او له خپل ځان سره مې واده وکړ، اوس به ټول عمر د خپل ځان پام کوم او خپل خوبونه به رښتيا کوم.

په زړه پورې

خادمه

د کور خادمې د کورنۍ خلکو ته په ترکارۍ کې متيازې اچولې، چې ونيول شوه څه وجه يې وويله؟

په هر ځاى کې د شتمنو خلکو په کورونو کې ځينې مزدوران او خادمانې کار …