کورپاڼه / خبرونه / اداکاره پرينيتي چوپړا بالي ووډ ته څنګه راغله؟
پرينيتي چوپړه ٢

اداکاره پرينيتي چوپړا بالي ووډ ته څنګه راغله؟

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره پرينيتي چوپړا وايي، چې هغې غوښتل په بانک کې دنده ترسره کړي، خو هغې په بانک کې دنده ترلاسه نه کړه او بيا ممبۍ ته لاړه.

پرينيتي په ٢٠١١ کال کې په لومړي ځل په (ليډيز بمقابله ريکي بهل) کې کار وکړ، د هغې په اړه په لومړي ځل وويل شول، چې هغه د مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا خپلوانه ده.

څه وخت مخکې په يوه مرکه کې د پرينيتي څخه پوښتنه وشوه، چې ايا پريانکا چوپړا د هغې رول ماډل ده، نو هغې په ځواب کې وويل، چې زما هېڅ رول موډل نشته، ځکه ما په اصل کې نه غوښتل چې اداکاري وکړم.

د پرينيتي چوپړا دا مرکه په ٢٠١٢ کال کې شوې وه، چې اوس يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې وايرل شوې ده.

نوموړې وايي، چې بالي ووډ ته راتګ معنا دا نه ده چې زه دې هم د نورو په څېر کيرير جوړ کړم، خو که اړتيا پېښه شي نو زه ورته حتماً زنګ کوم او هغه راسره مرسته کوي.

د اداکارې پرينيتي چوپړا نوى فلم (ساينا) د مارچ په ٢٦مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي. همدا راز تازه د هغې يو بل فلم (سنديپ اور پنکي فرار) هم خپور شوى دى، چې له ارجن کپور سره يې پکې کار کړى دى.

پرينيتي چوپړا په خپله دغه مرکه کې ويلي و، چې هغې په لندن کې زده کړې ترلاسه کړې وې او ممبۍ ته راغله تر څو په بانک کې کار وکړي، هغه وايي چې ډيلي ته ځکه لاړه نه، چې د ډيلي ټکټ ګران و او ممبۍ ورته نږدې وه.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …