کورپاڼه / خبرونه / د ترکيې تر ټولو مشهوره اداکاره څوک ده؟
هينډي ارسل

د ترکيې تر ټولو مشهوره اداکاره څوک ده؟

د ترکيې مشهور سريال (مينه په لفظونو کې نشته) کې مرکزي کردار لوبونکې اداکارې هينډي ارسل په ټولنيزو رسنيو کې د شهرت نوي مقام ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، د ترکۍ اداکارې هينډي ارسل په رسمي انسټاګرام اکاونټ کې تعقيبوونکي ورځ تر بلې زياتېږي، چې هغې ته يې ډېر شهرت ورپه برخه کړى دى.

د هينډي ارسل د انسټاګرام فالورز شمېر له ٢٠ ميليونو څخه پورته شوى دى، چې په دې سره هغه لومړنۍ ترکۍ اداکاره شوه، چې په انسټاګرام کې دومره زيات تعقيبوونکي لري.

هينډي ارسل انسټاګرام

که د ترکۍ اداکارې د انسټاګرام اکاونټ وکتل شي، نو نوموړې تراوسه پورې ٤٧٥ پوسټونه کړي دي، چې په دې کې د هغې د نويو سريالونو عکسونه او همدا راز شخصي او د کورنۍ عکسونه دي.

هينډي ارسل په انسټاګرام کې ٣٨٦ کسان هم فالو کړي دي، چې دا هم ټول د هغې د سريالونو ملګري او يا هم د هغې نږدې خپلوان او ملګري دي.

د يادولو وړ ده چې هينډي ارسل د ترکيې يو له مشهورو اداکارانو څخه ده، چې نه يوازې په ترکيه کې، بلکې په نورو هېوادونو کې هم ډېر مينه وال لري.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …