کورپاڼه / خبرونه / د عرفان خان زوي هم فلمونو ته مخه کړه، د فلم يوه کوچنۍ ويډيو يې هم خپره شوې
بابيل خان او عرفان خان

د عرفان خان زوي هم فلمونو ته مخه کړه، د فلم يوه کوچنۍ ويډيو يې هم خپره شوې

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار عرفان خان چې څه وخت مخکې د سرطان له امله مړ شو، د هغه زوى بابل خان هم په فلمي نړۍ کې قدم ايښى دى او د ثبت د مهال يوه کوچنۍ ويډيو يې هم خپره شوې ده.

د معلوماتو له مخې، بابل خان د انلاين وېبپاڼې نېټ فليکس د وېب سريال (کلا) څخه د فلمي نړۍ سفر پيلوي، چې ډېر ژر به دا خپور شي.

په دې وېب سريال کې د بابل خان سره تريپتي ډومري اداکاري کوي او همدا راز سواستيکا مکرجي به هم په دې وېب سريال کې راښکاره شي.

د دې وېب سريال يوه کوچنۍ ويډيو نېټ فليکس او چليک سليټ فلمز په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، چې دا ويډيو بابل خان هم په خپل انسټاګرام اکاونټ کې شئير کړې ده.

په دې کوچنۍ ويډيو کې د عرفان خان زوى بابل خان هم ليدل کېږي، چې خپلو مينه والو ته يې د خپل فلمي کيرير د پيلېدو په اړه هم خبر ورکړى دى.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Babil (@babil.i.k)

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …