کورپاڼه / خبرونه / د فحش فلمونو داسې تاوانونه، چې تاسې به يې فکر هم نه وي کړى، پخوانۍ اداکارې يې په اړه ډېر څه وويل
لينا روډز

د فحش فلمونو داسې تاوانونه، چې تاسې به يې فکر هم نه وي کړى، پخوانۍ اداکارې يې په اړه ډېر څه وويل

د ميا خليفه نه وروسته د فحش فلمونو پخوانۍ اداکارې لينا روډز هم د دې فلمي نړۍ په اړه ډېر پټ رازونه له خلکو سره شريک کړل، چې ښايي حېران به مو کړي.

د ډيلي سټار په وينا، ٢٤ کلنه اداکاره لينا روډز، چې اصل نوم يې امارا ميپل دى، په يوه تازه مرکه کې وويل، چې په فحش فلم انډسټرۍ کې يې يوازې ٨ مياشتې کار کړى دى، خو په دې وخت کې يې داسې کارونه وکړل، چې ذهني روغتيا يې خرابه شوه.

هغه وايي، چې د ډپريشن په ناروغۍ اخته شوه او هر وخت به يې فکر کاوه چې بايد ځانوژنه وکړي. هر وخت به مې دا فکر کاوه چې خپل ځان ته تاوان ورسوم، د دې څو مياشتو کار زما ذهني روغتيا تباه کړه او بيا ما اوږده درملنه وکړه، چې له دې حالته رابهر شوم.

لينا روډز وايي، چې په دې فلمي نړۍ کې اداکارانې دې ته مجبورېږي چې داسې صحنې پرې ثبت کړي چې هغوى يې نه غواړي ثبت کړي، د همداسې صحنو د ثبتولو له امله ما د دې فلمونو پرېښودو پرېکړه وکړه.

هغه وايي، ما دا فلمونه پرېښي دي، خو منفي اثر يې اوس هم په ما شته او زه فکر کوم چې ټول عمر به ما پرې نه ږدي. زه داسې فکر کوم چې دلته کار کول د ټول عمر سزا ده، کومې نجونې چې دلته د کار کولو پلان لري، هغوى ته مې دا نصيحت دى چې دا خيال دې له ذهن نه وباسي.

هغه وايي، دا فلم انډسټري چې له بهره څنګه ښکاري، هغسې نه ده، دلته ډېر تورتم دى، ما د ١٢ کلنۍ څخه دا ارمان درلود چې په دې فلمونو کې کار وکړم، خو يوازې ٨ مياشتې کار کولو وروسته ما دا هر څه پرېښودل او هغه ٨ مياشتې ما اوس هم نه پرېږدي.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …