کورپاڼه / خبرونه / کرينه کپور او کرن جوهر ٩ مياشتې ولې له يو بل سره خبرې نه کولې؟
کرن جوهر او کرينه کپور خان

کرينه کپور او کرن جوهر ٩ مياشتې ولې له يو بل سره خبرې نه کولې؟

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره کرينه کپور خان او فلم پروډيوسر کرن جوهر ډېرو فلمونو کې يو ځاى کار کړى دى، د دواړو تعلق د مشهورو فلمي کورنيو سره دى او اوس يو ځل بيا دوى د (تخت) فلم لپاره يو ځاى شوي دي.

خو د کورونا ويروس له امله د دې فلم ثبت تر نامعلومې نېټې ځنډېدلى دى، خو تاسې ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څو کاله وړاندې د دواړو ترمنځ يوه شخړه شوې وه، چې بيا ٩ مياشتې دواړو خبرې نه کولې.

کرن جوهر په دې اړه په خپل کتاب کې غږېدلى دى، هغه ويلي دي، چې له کرينه کپور سره زما لومړنۍ لويه ستونزه دا وه، چې هغې به ډېرې پېسې غوښتې او له همدې امله ستونزې پېدا شوې.

هغه وخت کرينه کپور په (مجه سى دوستي کروګي) فلم کې کار کړى و، چې ناکامه ثابت شوى و، کرن جوهر وايي، چې کرينه کپور د دې فلم لپاره د ډېرو پېسو غوښتنه کړې وه.

هغه وايي، د دغه فلم د ريليز کېدو نه وروسته ما کرينه کپور ته د (کل هو نا هو) فلم کې د کار کولو وړانديز وکړ، خو هغې د همدومره پېسو غوښتنه وکړه، څومره چې شاه رخ خان ته ورکول کېدې.

کرن جوهر وايي ما له کرينه کپور نه بخښنه وغوښته، چې زه پرې ډېر خپه وم او له مجبورۍ نه مې پريټي زنټا په فلم کې واخيسته. له هغه وروسته ما کرينه کپور ته زنګ وکړ، خو هغې زما زنګ ته ځواب رانکړ.

نوموړى همدا راز ليکي، چې له هغه وروسته شاوخوا يو کال پورې زما له کرينه کپور سره خبرې بندې وې، موږ به په غونډو کې يو بل ليدل، خو خبرې مو سره نه کولې.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …