کورپاڼه / خبرونه / د عامر خان لور هم باکسره جوړېږي؟
ايرا خان او عامر خان

د عامر خان لور هم باکسره جوړېږي؟

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار عامر خان لور ايرا خان د باکسنګ جوړولو تمرينات پيل کړي دي او داسې ښکاري چې باکسره جوړېدل غواړي.

ايرا خان چې د خپل ژوند او همدا راز د انډيوال نوپور شيکارى سره د تېر شوي وخت عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپروي، تازه يې يوه بله ويډيو هم خپره کړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Ira Khan (@khan.ira)


په دې ويډيو کې د هغې سره د هغې ټرېنر نوپور هم ليدل کېږي، چې ايرا خان پکې باکسنګ زده کوي. د ويډيو خپرولو سره ايرا خان ليکلي دي، چې دا لوبه د هغې د مطلب نه ده.

همدا راز نوموړې ځينې داسې هشټاګ هم له دې ويډيو سره ليکلي دي، چې ترې معلومېږي، په لومړي ټرېننګ کې ناکامه شوې ده.

د ايرا خان د دې ويډيو له خپرېدلو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې له هغې څخه دا پوښتنې هم کېږي، چې ايا ايرا خان غواړي باکسنګ زده کړي؟

خو دا يوازې پوښتنې دي چې په ټولنيزو رسنيو کې له هغې څخه شوي دي او هغه يې په اړه په خپله سم ځواب ويلى شي، چې د عامر خان دا لور څه غواړي.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …