کورپاڼه / بېلا بېل / د پوځي دندې پرېښودو او موډلينګ پيلولو وروسته په دې نجلۍ خلکو د پېسو باران کړى
کرسټا

د پوځي دندې پرېښودو او موډلينګ پيلولو وروسته په دې نجلۍ خلکو د پېسو باران کړى

يوې امريکايۍ موډلې په يوه مرکه کې ځينې داسې خبرې کړې دي، چې يقين کول پرې ګران دى. د ډيلي سټار په وينا، ٢٦ کلنه کرسټاشپ مين په نوم دا نجلۍ چې په پوځ کې دنده ترسره کوي، خو تر څنګ يې موډلينګ هم کوي.

دا وايي، چې د موډلينګ لپاره نور غواړي چې پوځي دنده پرېږدي، ځکه چې د هغې مينه وال ورسره ډېره زياته مينه کوي او ډېرې ډالۍ ورته ورلېږي.

کرسټا وايي، زما ډېر مينه داسې دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې راته ډالۍ رالېږي او ځان هم نه راښکاره کوي، خو ځينې بيا شته چې هغوى د ډېرو پېسو په بدل کې رانه د ليدوو غوښتنه کوي.

هغه وايي، يو کس راته وړانديز وکړ، چې ٧ ورځې ورسره يو ځاى تېرې کړم نو په بدل کې به يې راته ٧٠ زره امريکايي ډالر راکړي.

نوموړې وايي ،چې يو کس چې ٥٠ ميليونه امريکايي ډالر شتمني يې لرله، د دومره ډېرو پېسو وړانديز يې ورته وکړ، چې دا حېرانه پاتې شوه.

کرسټا تېر کال په اونلي فينز ويبسايټ کې اکاونټ هم جوړ کړى دى، چېرته چې هغه خپلې ويډيوګانې او عکسونه خپروي او د هغې مينه وال يې د مياشتيني فيس په بدل کې ګوري. کرسټا اوس هره مياشت په زرګونو ډالر ګټي.

په زړه پورې

ټيټ قد لرونکې ښځه

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه څو کلنه شوه؟

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه جيوتي کسانجي نومېږي، خو ايا پوهېږئ چې …