کورپاڼه / خبرونه / حريم شاه له مينه والو نه د دعا غوښتنه کړې ده
حريم شاه

حريم شاه له مينه والو نه د دعا غوښتنه کړې ده

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حريم شاه د خپل راتلونکي وېب سريال (راز) د کاميابۍ لپاره د خپلو مينه والو څخه د دعا غوښتنه کړې ده.

حريم شاه چې په ټک ټاک کې د شهرت ترلاسه کولو وروسته يې اداکارۍ ته مخه کړه، په انسټاګرام کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې د اداکارۍ پيلولو ته ډېره لېواله ده. هغې له ټولو څخه غوښتنه کړې ده چې دعا ورته وکړي، تر څو دا وېب سريال يې کامياب شي.


نوموړې په دې ويډيو کې وايي، چې د کاميابۍ لپاره زه ستاسو دعاګانو ته ضرورت لري. هغه وايي چې په اداکارۍ کې دا زما لومړۍ تجربه ده، که چېرته کاميابه شوم او که ناکامه شوم، خو ناکامي په خپله د کاميابۍ طرف ته يو ګام دى.

حريم شاه وايي، چې د دې وېب سريال د ثبت پر مهال مې ترې ډېر څه زده کړل، په وخت خپل کارونه کول او په يو ټيم کې کار کول، دا ډېر مهم دي.

د يادولو وړ ده چې د دې وېب سريال ځينې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي، خو په اړه يې ډېر معلومات نشته دي، دا چې په انلاين بڼه خپرېږي، د خپرېدو نېټه يې هم تراوسه پورې نه ده معلومه شوې.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …