کورپاڼه / ويډيو / د مادهوري ديکشت او نورا فاتحي د نڅا تازه ويډيو وايرل شوې
نورا فاتحي او مادهوري ديکشت

د مادهوري ديکشت او نورا فاتحي د نڅا تازه ويډيو وايرل شوې

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې مادهوري ديکشت او مشهورې اداکارې، سندرغاړې، نڅاګرې او موډلې نورا فاتحي د نڅا تازه ويډيو وايرل شوې ده.

د نورا فاتحي سره د نڅا دا ويډيو مادهوري ديکشت په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، چې له هغه وروسته بيا په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره وايرل شوې.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Madhuri Dixit (@madhuridixitnene)


دغه ويډيوګانو کې مادهوري ديکشت او نورا فاتحي په پخوانيو هندي سندرو (ميرا پيا ګهر ايا) او (ايک دو تين) باندې نڅا کړې ده، چې د مينه والو له خوا يې ډېره خوښه شوې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Madhuri Dixit (@madhuridixitnene)


د مادهوري ديکشت او نورا فاتحي دا نڅو د هند د مشهورې خپرونې (ډانس ديوانى) د ثبت پر مهال کړې ده، چې دغه خپرونه هم د نڅا په اړه ده.

مادهوري ديکشت په (ډانس ديوانى) خپرونې کې د داور په توګه کار کوي، چې نورا فاتحي په دغه خپرونه کې د مېلمنې په توګه ورغلې وه.

په زړه پورې

د ساره علي خان او جانوي کپور د یو ځای ورزش ویډیو خپره شوې

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې ساره علي خان او جانوي کپور اوسمهال په مالدیپ …