کورپاڼه / خبرونه / کرينه کپور د دواړو زامنو لومړنى ګډ عکس خپور کړ
کرينه کپور خان

کرينه کپور د دواړو زامنو لومړنى ګډ عکس خپور کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې کرينه کپور خان د خپلو دواړو زامنو يو ګډ عکس په لومړي ځل په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى.

د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام اکاونټ کې نوموړې د خپلو زامنو عکس له خپرولو سره ليکلي دي، چې زما د اونۍ پاى داسې تېرېږي. نوموړې همدا راز په پوسټ کې له مينه والو نه هم پوښتنه کړې ده، چې ستاسې د رخصت ورځ څنګه تېرېږي.

کرينه کپور خان چې کوم عکس خپور کړى دى، په هغې کې ليدل کېږي، چې خاوند يې سېف علي خان د مشر زوى تېمور علي خان سره ناست دى او دواړه په ډېره مينه د کرينې کشري زوي ته ګوري.

خو په دې عکس کې بيا د کرينه کپور او سېف علي خان د دويم زوي څېره نه ليدل کېږي، ځکه چې د هغه په څېره باندې يې ايموجي لګولى دى.


د يادولو وړ ده چې کرينه کپور او سېف علي خان تراوسه پورې د خپل دويم زوى داسې عکس نه دى خپور کړى چې د هغه څېره پکې وليدل شي او همدا راز نوم يې هم تراوسه پورې له رسنيو او خلکو سره نه دى شريک شوى.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …