کورپاڼه / خبرونه / سونيا شاه په کنځلو باندې کتاب ليکي؟
سونيا شاه او عليشاه

سونيا شاه په کنځلو باندې کتاب ليکي؟

په سوشل ميډيا کې يوه مور او لور چې ډېر مشهور شوي دي، هغه هم سونيا شاه او عليشاه دي، چې د ټک ټاک او فېسبوک تر څنګ په يوټيوب کې يې هم ويډيوګانې ډېرې ليدل کېږي.

سونيا شاه بيا له دې امله ډېره مشهوره شوې ده، چې په ويډيوګانو کې خلکو ته کنځا کوي او له همدې امله د هغې ويډيوګانې خلک هم ډېرې ګوري.

اوس تازه مشهورې اداکارې نجيبه فېض په خپله نوې خپرونه (بډيز ود نجيبه) کې دا دواړه مور او لور مېلمنې کړې دي، چې ډېرې جالبې پوښتنې يې هم ځواب کړي دي.

نجيبه فېض په دې خپرونه کې له سونيا شاه څخه پوښتنه کوي، چې داسې يې اورېدلي دي چې هغه په کنځلو باندې کتاب ليکي؟ که څه هم سونيا شاه (نه) وايي، خو لور يې عليشا بيا (هو) وايي او وايي چې دا رښتيا دي چې مور يې په کنځلو کتاب ليکي.

سونيا شاه د خپلو کنځلو په اړه وايي، چې هغې په کنځلو کې دوکتورا کړې ده او دا نوې نوې کنځلې يې د خپلې غصې نه زده کړي دي. هغه وايي، چې ډېرې کنځلې وکړي نو بيا يې په سر کې درد راځي.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …