کورپاڼه / خبرونه / د رنبير کپور درملنه اوس هم روانه ده؟
رنبير کپور

د رنبير کپور درملنه اوس هم روانه ده؟

په دې وروستيو کې د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار رنبير کپور له کورونا څخه رغېدلى و، خو نوموړى بيا پرلپسې دوه ورځې کلينيک ته د تګ پر مهال ليدل شوى دى.

د معلوماتو له مخې، رنبير کپور د جمعې په ورځ کلينيک ته تللى و او له هغه څخه مخکې د پنجشنبې په ورځ هم د خپلې مور سره يو ځاى کلينيک ته د تګ پر مهال ليدل شوى و.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دواړه ځلې د اداکار روغتيا ښه ليدل کېده او د عکاسانو په غوښتنه نوموړي عکسونه هم واخيستل، نو داسې څه نه ښکاره کېدل چې هغه دې ناروغ وي.

دواړه ځلې چې نوموړى کلينيک ته تللى و، نو په مخ يې ماسک تړلى و او نور ټول احتياطي تدابير يې هم خپل کړي و، خو په دې اړه تراوسه دقيق معلومات نشته، چې هغه ولې پرلپسې دوه ورځې کلينيک ته لاړ.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د رنبير کپور د کورونا ټېسټ مثبت راغلى و، چې نوموړي ځان کرنټين کړى و، خو اوس هغه ښه شوى دى، د هغه په کورونا اخته کېدو وروسته د عاليه بټ د کورونا ټېسټ هم مثبت راغلى و، چې نوموړې هم اوس روغه شوې ده.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …