کورپاڼه / خبرونه / کرن جوهر له کارتيک اريان نه خپه او له (دوستانه ٢) فلم نه يې ويستى
کرن جوهر او کارتيک اريان

کرن جوهر له کارتيک اريان نه خپه او له (دوستانه ٢) فلم نه يې ويستى

د بالي ووډ مشهور فلم جوړونکى او د دهرما پروډکشن مشر کرن جوهر د اداکار کارتيک اريان د چلند نه خپه شوى دى او هغه يې د خپل فلم (دوستانه ٢) نه ويستى دى.

د (دوستانه ٢) فلم لپاره د کارتيک اريان سره جانوي کپور هم اخيستل شوې وه، د دې فلم د ثبت پيل په ٢٠١٩ کې شوى و، خو وروسته بيا د کورونا له امله د فلم ثبت وځنډېده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by KARTIK AARYAN (@kartikaaryan)


اوس ځينو رسنيو ادعا کړې ده، چې دهرما پروډکشن له اداکار کارتيک اريان سره له کار کولو څخه انکار کړى دى او غواړي چې د هغه پر ځاى په دې فلم کې بل څوک واخلي.

دغه پروډکشن همدا راز دا پرېکړه هم کړې ده، چې د دوى تر چتر لاندې په فلمونو کې به هم په راتلونکي کې کارتيک اريان نه اخيستل کېږي.

د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٩ کال کې د (دوستانه ٢) فلم په کيسه کارتيک اريان ځينې نيوکې لرلې، خو ٢٠ ورځې يې د دې فلم لپاره ثبت کړى و او له هغه وروسته يې کيسه تاييد کړې وه.

بلخوا ويل کېږي چې کرن جوهر په انسټاګرام کې هم کارتيک اريان ان فالو کړى دى، خو کارتيک اريان بيا تراوسه پورې کرن جوهر نه دى ان فالو کړى.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …