کورپاڼه / خبرونه / کنګنا رناوت له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په ګډو روژه ماتو دې بندېز ولګوي
کنګنا رناوت

کنګنا رناوت له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په ګډو روژه ماتو دې بندېز ولګوي

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې کنګنا رناوت د هند لومړي وزير نريندر مودي نه غوښتنه کړې ده، چې د روژې پر مهال په ګډ روژه ماتي او نورو غونډو دې بندېز ولګوي.

د معلوماتو له مخې، په هند کې د هندوانو په يوه مذهبي مېله (کومب) کې زرګونه کسان په کورونا اخته شوي دي، چې له هغه وروسته کنګنا رناوت دا غوښتنه کړې ده.

خو د کنګنا رناوت په ټويټ خلکو ډېرې سختې نيوکې وکړې، چې له امله يې نوموړې دې ته مجبوره شوه، چې خپل ټويټ بېرته ډيليټ کړي.

د يادولو وړ ده چې په کومب مېله کې د کورونا ويروس خپرېدو وروسته د هند لومړي وزير د کومب مېلې مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې دا مېله نوره پاى ته ورسوي.

د يادولو وړ ده چې کنګنا رناوت د کارتيک اريان په ملاتړ هم يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې هغه په خپل محنت دې ځاى ته رارسېدلى دى او د کرن جوهر په څېر خلک يې مخه نه شي نيولى.

ياده دې وي چې ځينو رسنيو ويلي دي، چې کرن جوهر د خپل راروان فلم (دوستانه ٢) څخه کارتيک اريان ويستى دى او دا يې هم ويلي دي، چې د ده د پروډکشن په هېڅ فلم کې به هغه وانخلي.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …