کورپاڼه / خبرونه / حرا ماني: په روژه کې غصې کمې کوئ او صبر کوئ
حرا ماني

حرا ماني: په روژه کې غصې کمې کوئ او صبر کوئ

د پاکستاني سريالونو مشهوره اداکاره حرا ماني خپلو مينه والو ته ويلي دي، چې په روژه کې غصه کمه کوئ او همدا راز صبر هم کوئ.

د روژې له راتګ وروسته حرا ماني هم په انسټاګرام اکاونټ کې خپل تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې لوپټه يې هم په سر ده او خپلو مينه والو ته يې د صبر مشوره ورکړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Hira Mani (@hiramaniofficial)


نوموړې خپلو مينه والو ته د روژې مياشتې په راتګ مبارکي هم ورکړې ده او همدا راز غوښتنه يې ترې کړې ده چې غصه مه کوئ او صبر کوئ، ځکه يوازې ستاسې روژه نه ده، بلکې د نورو هم ده.

د يادولو وړ ده چې حرا ماني د پاکستاني سريالونو يوه مشهوره اداکاره ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر مينه وال لري او د هغې عکسونه او پوسټونه خوښوي.

د حرا ماني دا عکسونه چې په انسټاګرام کې يې خپاره کړي دي، تراوسه پورې ١٧٣ زره کسانو خوښ کړي دي او همدا راز څه کم دوه زره کسانو پرې کمنټونه کړي دي.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …