کورپاڼه / ليکنې / “شاه رخ خان: ٥٠؛ عامر خان: ١٠٠٠”، د بالي ووډ ٧ مشهورو اداکارانو لومړۍ ګټه څومره وه؟
اکشى کمار او شاه رخ خان ١

“شاه رخ خان: ٥٠؛ عامر خان: ١٠٠٠”، د بالي ووډ ٧ مشهورو اداکارانو لومړۍ ګټه څومره وه؟

د بالي ووډ فلمونو ځينې هغه مشهور نومونه، چې اوس يوازې په يو فلم کې د کار کولو کروړونو روپۍ اخلي، پوهېږئ چې دوى په لومړي ځل کوم کار ترسره کړى و، نو د هغې په بدل کې يې څومره پېسې يا څومره معاش ترلاسه کړى و؟

په دې ليکنه کې د بالي ووډ د ٧ هغه مشهورو اداکارانو په اړه معلومات درکوو، چې د هغوى لومړۍ پېسې يا معاش تر ١٠ زره هندي کلدارو څخه کم و.

اکشى کمار: نوموړي فلمونو ته له راتګ مخکې په بېنکاک کې د اشپز په توګه کار کاوه، اوس چې هغه يو له ګرانبيه اداکارانو څخه دى، خو هغه وخت يې د مياشتې يوازې ١٥٠٠ روپيو باندې کار کاوه.

اکشى کمار

شاه رخ خان: نوموړى چې اوسمهال د بالي ووډ کنګ خان يا پاچا ګڼل کېږي، لومړنۍ ګټه يې يوازې ٥٠ هندي کلدارې وه، دا پېسې هغه ته د پنکج اداس په يو کنسرټ کې ورکول شوې وې، چې شاه خان ورسره پکې کار کړى و.

شاه رخ خان ١

عامر خان: مشهور اداکار عامر خان ته بيا د خپل لومړي فلم (قيامت سى قيامت تک) کې د کار کولو ١٠٠٠ هندي کلدارې ورکړل شوې وې، اوس هغه د يو فلم ٥٠ کروړه يا ٥٠٠ ميليونه روپۍ اخلي.

عامر خان

اميتاب بچن: دې مشهور اداکار په فلمونو کې د کار کولو څخه مخکې په يو فلمي شرکت کې د مزدورکار په توګه کار کاوه، چې په بدل کې ورته د مياشتې ٥٠٠ هندي کلدارې ورکول کېدې.

اميتاب بچن

پريانکا چوپړا: په ٢٠٠٠ کال کې پريانکا چوپړا د مس ورلډ لقب وګاټه او بيا يې د ٥٠٠٠ کلدارو په بدل کې دنده پيل کړه، خو اوس نوموړې په بالي ووډ او هالي ووډ کې ډېر لوى نوم لري.

پريانکا چوپړه

سونم کپور: دا مشهوره اداکاره او موډله چې فلمونو کې د کار کولو څخه مخکې يې د سنجى ليلا بنسالي سره د مرستيالې ډايريکټرې په توګه کار کړى و، ٣٠٠٠ روپۍ ورته ورکول شوې وې.

سونم کپور

ريتيک روشن: نوموړي په فلمونو کې د اداکارۍ تر څنګ په خپله نڅا هم د خلکو زړونه ګټلي دي، هغه په لومړي ځل د جيتيندر سره په اشا فلم کې په يوه سندره کې نڅا کړې وه، چې په بدل کې يې ورته سل روپۍ ورکول شوې وې.

ريتيک روشن

په زړه پورې

اريان خان

د اريان خان له ولسمشر غني نه ګيله؛ وايي ظلم ورسره روان دى

د هېواد مشهور هنرمند اريان خان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه ګيله کړې ده …