کورپاڼه / خبرونه / سبا قمر: هنرمنده يم ملګرو، کور او اسره مې نشته
سبا قمر

سبا قمر: هنرمنده يم ملګرو، کور او اسره مې نشته

د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره او بېباکه هنرمندې خپل تازه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې د مينه والو له خوا يې ډېر خوښ شوي دي.

سبا قمر اوسمهال د ترکيې په استانبول ښار کې ده او له هماغه ځاى څخه يې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې دوه تازه عکسونه خپاره کړي دي.


په دې دوه عکسونو کې هغه داسې ښکاري چې په پارک کې ناسته ده، تور کالي يې اغوستي دي او سپين د ورزش بوټان يې هم په پښو کې ليدل کېږي.

سبا قمر له دې عکسونو سره په کيپشن کې ليکلي دي، چې زه هنرمنده يم ملګرو، نه مې کور شته نه کومه اسره، بس همداسې روانه يم، همداسې به روانه يم.

د نوموړې دا عکسونه چې ١ ساعت مخکې يې په انسټاګرام کې خپاره کړي دي، تراوسه پورې ٧٧ زره کسانو خوښ کړي دي او سلګونه کسانو پرې کمنټونه هم کړي دي.

په زړه پورې

فرزانه ناز

فرزانه ناز هم مینه والو ته د اختر مبارکي ورکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز هم مینه والو ته د کوچني اختر …