کورپاڼه / خبرونه / د ساره علي خان او جانوي کپور د یو ځای ورزش ویډیو خپره شوې

د ساره علي خان او جانوي کپور د یو ځای ورزش ویډیو خپره شوې

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې ساره علي خان او جانوي کپور اوسمهال په مالدیپ کې رخصتۍ تېروي، چې ساره له جانوي سره د یو ځای ورزش یوه نوې ويډیو خپره کړې ده.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې ساره علي خان او جانوي کپور یو ځای ورزش کوي او د دوی ټرینره نیمرتا پروهیت د دوی ورزش څاري.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sara Ali Khan (@saraalikhan95)


د ورزش په دې ویډیو کې د مشهور بریتانیایي سندرغاړي جسټن بیبر سندره “پیچیز” هم اوریدل کېږي.

ساره علي خان د دې ویډیو سره لیکلي دي چې په ورو ورو او پرلپسې تګ په تاسې کې ښه والی راولي.

د یادولو وړ ده چې ساره علي خان او جانوي کپور د څو ورځو چکر لپاره مالديپ ته تللي دي خو هلته هم د خپل فیټنس پوره خیال ساتي او ورزش ته ښه پوره وخت ورکوي.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …