کورپاڼه / خبرونه / الیانا ډي کروز: زما د بدن له وجې په ما ډېرې نیوکې کېدې

الیانا ډي کروز: زما د بدن له وجې په ما ډېرې نیوکې کېدې

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره الیاناډي کروز وايي، چې فلمي نړۍ ته له راتګ وروسته د هغې د بدن له وجې پرې ډېرې نیوکې کېدې.

۳۴ کلنه اداکاره او موډله چې د بالي ووډ فلمونو ترڅنګ يې په تیلګو فلمونو کې هم کار کړی، په دواړو ځایونو کې يې ډېر نوم ګټلی دی.

تازه نوموړې د ابیشیک بچن سره په “دي بیګ بول” فلم کې کار کړی دی، چې دا فلم په انلاین بڼه په یوه سټریمنګ وېبپاڼه کې خپور شوی، چې خلکو خوښ کړی دی.

الیانا ډي کروز د بالي ووډ هنګامه وېبپاڼې سره په یوه مرکه کې د فلم په اړه ویلي دي، چې له ابیشیک بچن سره په کار کولو خوشحاله ده او د خلکو له خوا يې هم ډېر مثبت پېغامونه ترلاسه کړي دي.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل، چې په فلمي نړۍ کې د ډېر وخت لپاره د هغه بدن او ځینو اندامونو نیوکې کېدې، خو هغې د هیچا پروا نه کوله.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …