کورپاڼه / خبرونه / ایا سلمان خان د “کسنګ نه کولو” پالیسي ماته کړه؟

ایا سلمان خان د “کسنګ نه کولو” پالیسي ماته کړه؟

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان د راتلونکي فلم “رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي” ټرېلر څو ورځې وړاندې خپور شو، چې خلکو ډېر خوښ کړ.

د سلمان خان دا فلم د کوچني اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي، چې دیشا پټاني، رنديپ هوډا او جیکي شروف ورسره پکې کار کړی دی.

خو دا فلم د یوې بلې موضوع له وجې هم په ټولنیزو رسنیو کې د بحث وړ وګرځېده، سلمان خان چې له درې لسیزو راهیسې په فلمونو کې کار کوي، د کېمرې پر وړاندې د “کسنګ نه کولو” پاليسي لري، یعنې فلم کې نجلۍ په شونډو نه ښکلوي.

خو د “رادهی” فلم ټرېلر کې یوه صحنه داسې هم راغلې ده، چې سلمان خان پکې د دیشا پټاني شونډې ښکلوي، چې خلکو د دې صحنې په لیدو سره فکر وکړ، چې سلمان خان د درې لسیزو هغه پالیسي ماته کړه.


خو د سلمان خان مینه والو د دې صحنې په دقیق لیدو وروسته معلومه کړه، چې سلمان خان کله دیشا پټاني په شونډو ښکلوي، نو د هغې په خولې ټېپ لګېدلی وي، یعنې سلمان خان د کسنګ نه کولو پالیسي نه ده ماته کړې، ځکه چې د دیشا پټاني شونډې يې نه دي ښکل کړي، بلکې ټېپ يې ښکل کړی دی.

په زړه پورې

فرزانه ناز

فرزانه ناز هم مینه والو ته د اختر مبارکي ورکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز هم مینه والو ته د کوچني اختر …