کورپاڼه / خبرونه / مشهوره اداکاره لیسا هایډن د دریم ځل لپاره حامله شوې

مشهوره اداکاره لیسا هایډن د دریم ځل لپاره حامله شوې

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره لیسا هایډن د دریم ځل لپاره حامله شوې ده، چې نوموړې ځینې مشورې له مینه والو سره شریکې کړې دي.

لیسا هایډن چې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د حامله توب عکسونه وخت نا وخت خپروي، تازه يې داسې یو عکس خپور کړی، چې وايي د حامله توب په وخت کې يې دا داسې کالي پېدا کړي، چې په هغې فیټ راځي.

لیسا هایډن وايي چې په څلور کاله کې يې د دې لپاره ډېره خواري وکړه چې کوم کالي به پرې فیټ راشي، هغه وايي، خلک دا هم وايي چې زه د حامله توب په وخت کالي نه خوښوم، نو دا رښتیا خبره ده، ځکه چې کالي فیټ نه راځي نو اغوستل يې نه دي پکار.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Lisa Lalvani (@lisahaydon)


هغه په خپلو خبرو کې لیکي، چې دا مې د حامله توب وروستی ځل دی او په څلور کلنۍ تجربه کې ما دا کالي پېدا کړل، چې په ما فیټ راځي او بهر ته د وتلو پر مهال يې زه اغوندم.

د یادولو وړ ده چې ۳۴ کلنې لیسا هایډن په ۲۰۱۰ کال کې فلمونو کې کار شروع کړی و، چې ډېرو مشهورو فلمونو کې يې کار وکړ، خو اوس له درې کلونو راهیسې يې د فلمونو څخه دمه اخیستې.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …