کورپاڼه / خبرونه / هانیه عامر باندې روژه سخته شوې، خو د خلکو له نیوکو سره هم مخ شوې

هانیه عامر باندې روژه سخته شوې، خو د خلکو له نیوکو سره هم مخ شوې

د پاکستاني سریالونو مشهورې اداکارې هانیه عامر په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې وايي روژه پرې ډېره سخته ده.

هانیه عامر په مشهورو سریالونو کې کار کړی دی او د یوې ښې اداکارې ترڅنګ هغه د خپلې ښکلا له وجې هم ډېره مشهوره ده، خو په ټولنیزو رسنیو کې وخت نا وخت د خلکو د نیوکو سره مخ کېږي.

تېره ورځ هانیه عامر د انسټاګرام په سټوري کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې د ویډیو له خپرېدو وروسته پرې خلکو سختې نیوکې دي. په ویډیو کې هغه وايي، چې له خوبه د راپاڅېدو وروسته راباندې روژه ډېره سخته ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by pakcelebz (@pakcelebz_official)


نوموړې وايي، اوس دوه بجې دي او زه ډېره زیاته تږې شوې یم. د هانیه عامر په دې ویډیو د هغې ډېر مینه وال خپه دي او ورته يې لیکلي دي، چې روژه ټوکې نه دي او که يې نه شي نیولی، نو نه دې يې نیسي.

ځینو کسانو ورته لیکلي دي، چې روژه د صبر او زغم میاشت ده، او باید اصل مفهوم يې وپېژندل شي، داسې نه دي پکار چې له روژې سره ټوکې وشي.

په زړه پورې

فرزانه ناز

فرزانه ناز هم مینه والو ته د اختر مبارکي ورکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز هم مینه والو ته د کوچني اختر …