کورپاڼه / خبرونه / راکهي ساونت: کنګنا کروړونه روپۍ لري، خلکو ته دې اکسیجن واخلي

راکهي ساونت: کنګنا کروړونه روپۍ لري، خلکو ته دې اکسیجن واخلي

د بالي ووډ فلمونو مشهورې او بېباکه اداکارې راکهي ساونت په مشهورې او لانجمنې اداکارې کنګنا رناوت سختې نیوکې کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د راکهي ساونت یوه ویډیو خپره شوې ده، چې پکې له خبریالانو سره د کنګنا رناوت په اړه غږېدلې ده، چې یو ځل بیا د رسنیو سرټکې ګرځېدلې.

په ویډیو کې راکهي ساونت وايي، چې کورونا اوس ماشومه ده، دا مه پالئ او مه يې پرېږدئ چې ځوانه شي، هغه خبریالانو ته سنیټایزر هم ورکوي.

راکهي له خلکو څخه غوښتنه کوي، چې هند په هدیره بدلېدونکی دی، د مړو د سوځولو لپاره ځای نشته، نو د ځان ساتلو لپاره ماسک واچوئ.

په ویډیو کې هغه په کنګنا رناوت هم نیوکې کوي او وايي چې ته خو د هېواد د خدمن خبرې ډېرې کوې، په کروړونو روپۍ لرې، اوس د خلکو لپاره لږ شان اکسیجن واخله او وې وېشه، ځکه موږ همدا کوو.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Viral Bhayani (@viralbhayani)

په زړه پورې

فرزانه ناز

فرزانه ناز هم مینه والو ته د اختر مبارکي ورکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز هم مینه والو ته د کوچني اختر …