کورپاڼه / ويډيو / د سلمان خان د “رادهی” فلم دویمه سندره هم خپره شوه

د سلمان خان د “رادهی” فلم دویمه سندره هم خپره شوه

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان د راتلونکي فلم “رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي” دویمه سندره هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

د دې سندرې نوم “دل دی دیا” دی چې جیکلین فرنانډس پکې کار کړی دی، په سندره کې یو کلب ښودل شوی چې د سلمان خان او جیکلین فرنانډس نه پرته رندیپ هوډا هم پکې لیدل کېږي.

د یادولو وړ ده چې د رادهی فلم د ټرېلر نه پرته یوه بله سندره “سیټي مار” هم څو ورځې وړاندې خپره شوې وه، چې دا سندره په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ میلیونه کسانو کتلې وه.

د سلمان خان دا نوی فلم د کوچني اختر په ورځ، د مۍ په ۱۳مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي، چې له نوموړي سره پکې دیشا پتاني، رنديپ هوډا او جیکي شروف هم کار کړی دی.

په زړه پورې

سونيا شاه او عليشاه

سونيا شاه په کنځلو باندې کتاب ليکي؟

په سوشل ميډيا کې يوه مور او لور چې ډېر مشهور شوي دي، هغه هم …