کورپاڼه / خبرونه / مشهور اداکار د کورونا له وجې مړ شو

مشهور اداکار د کورونا له وجې مړ شو

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار او تقاعد شوی پوځي بکرم جیت کنورپال د کورونا له امله په ۵۲ کلنۍ کې مړ شو.

هغه په ۲۰۰۲ کال کې د هند پوځ څخه تقاعد ترلاسه کړ او په ۲۰۰۳ کال کې يې په فلمونو کې کار شروع کړ، هغه له کوچنیوالي څخه د اداکارۍ سره مینه لرله.

بکرم جیت په ډېرو مشهورو فلمونو او سریالونو کې کار کړی و، چې پکې پيج ۳، اراکشن، پریم رتن دهن پایو، جب تک هی جان، ۲ سټیټس او نور ډېر شامل و.

د بکرم جیت کنورپال وروستی فلم “دي غازي اټېک” و، چې مرکزي کردارونه پکې رانا دګوبتي او تاپسي پنو لوبولي و.

د بکرم جیت په مړینه د بالي ووډ مشهورو اداکارانو غمرازي ښکاره کړې ده او دا يې د هندي سینما لپاره ضایع بللې ده.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …