کورپاڼه / خبرونه / انوشکا شرما ولې له ویراټ کوهلي سره په لومړۍ لیدنه کې ځان ډېر مغروره کړی و؟
انوشکا شرما او ویراټ کوهلي

انوشکا شرما ولې له ویراټ کوهلي سره په لومړۍ لیدنه کې ځان ډېر مغروره کړی و؟

د بالي ووډ مشهورې اداکارې انوشکا شرما د هندي کرکټر ویراټ کوهلي سره په لومړۍ لیدنه کې ولې ځان ډېر مغروره ښکاره کړی و؟ نوموړې يې په اړه غږېدلې ده.

دواړه له ۲۰۱۳ کال راهیسې اړیکې لري، په لومړي ځل د یو اعلان لپاره ګډ کار کړی، چې وروسته يې یارانه او بیا يې په ۲۰۱۷ کال کې واده وکړ.

په یوه تازه مرکه کې انوشکا د ویراټ سره د لومړۍ لیدنې په اړه خبرې کړې دي. هغه وايي، د لومړي اعلان د ثبت پر مهال ما ځان ډېر مغروره ښکاره کاوه، ځکه ما داسې فکر کاوه، چې ویراټ به هم ډېر مغروره وي.

انوشکا شرما وايي، چې په دغه اعلان کې ویراټ ډېر په ګرانه اداکاري وکړه، خو ما داسې ښکاره کول چې زه له هغه نه ډېره غوره یم. په دې لیدنه کې زه پوه شوم چې هغه یو ډېر اسان، هوښیار او ټوکي انسان دی.

نوموړې وايي، کله چې ما خپل کور واخیست، نو د ملګرو لپاره مې یو پروګرام جوړ کړی و، چې هغې کې مې ویراټ هم راغوښتی و، زما او د ویراټ یارانه له هماغه ځایه پیل شوه.

په زړه پورې

سلمان خان او دیشا پټاني

د سلمان خان نوي فلم تاریخ جوړ کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان او دیشا پټاني نوی فلم د کورونا …