کورپاڼه / خبرونه / د ګوهر خان د خپل خاوند سره د لمانځه ویډیو وایرل شوه
ګوهر خان او زید دربار

د ګوهر خان د خپل خاوند سره د لمانځه ویډیو وایرل شوه

د هند د مشهورې خپرونې (بګ باس) د ۷م پړاو اتلې او د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې ګوهر خان د خپل خاوند زید دربار سره د لمانځه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

دا ویډیو ګوهر خان د ټولنیزو رسنیو په مشهور اپلیکیشن انسټاګرام کې په خپله خپره کړې ده، چې له هغې سره په کې د هغې خاوند زید دربار هم ليدل کېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې زید دربار لمونځ کوي او تر شا يې مېرمن ګوهر خان هم ولاړه ده چې لمونځ کوي. په دې ويډيو يو بیان هم لګول شوی دی، چې پکې ويل کېږي، چې د رښتینې مینې نښه دا ده چې يو خوا خاوند لمونځ کوي او د هغه سره سم يې مېرمن هم خپل فرض پوره کوي او لمونځ کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by GAUAHAR KHAN (@gauaharkhan)


ګوهر خان د ښځې او خاوند د مینې د دې ښایسته ویډیو سره په کیپشن کې (سبحان الله) لیکلي دي. هغې زیاته کړې ده، چې الحمدالله! دا د الله تعالی تر ټولو ښایسته او ستر نعمت دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د ګوهر خان او زید دربار د لمانځه دا ویډیو خلکو ډېره خوښه کړې ده او تراوسه پورې له ۴۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو خوښه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې ګوهر خان تېر کال د دسمبر په ۲۵مه نېټه د بالي ووډ فلمونو مشهور کمپوزر اسماعیل دربار زوي زید دربار سره واده کړی و.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …