کورپاڼه / خبرونه / حنا خان: زه یوه بې وسه لور يم
حنا خان

حنا خان: زه یوه بې وسه لور يم

د بالي ووډ فلمونو او سریالونو مشهوره اداکاره حنا خان چې په دې وروستیو کې يې پلار مړ شو، وايي چې هغه ډې بې وسه لور ده چې په دې سخت وخت کې د خپلې مور سره يو ځای نه ده.

حنا خان اوسمهال په کورونا ویروس اخته ده چې له دې امله هغې ځان کرنټین کړی دی، هغې په انسټاګرام کې ځينې تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې ماسک يې اچولی او له کړکۍ نه بهر ته ګوري.

حنا خان له خپلو دې عکسونو سره یو جذباتي پېغام لیکلی دی، هغه لیکي: زه یوه بې وسه لور یم ځکه چې خپلې مور ته د دلاسې ورکولو لپاره هم د هغې سره نه یم، په دې سخت وخت کې زما مور ته زما ډېر ضرورت و، خو له بده بخته زه له هغې سره نه يم.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by HK (@realhinakhan)


هغې خپلو مینه والو ته هم لیکلي دي، چې دا یوازې زموږ لپاره سخت وخت نه دی، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ډېر بد وخت دی، خلک ماته وايي چې ته ډېره مضبوطه یې او زه یم هم، زه به تل د خپل پلار مضبوطه لور يم.

په پای کې حنا خان د مینه والو څخه غوښتنه کړې ده چې د هغې د ژر روغتیا لپاره دعا وکړي. د نوموړې په دې پوسټ ۱۴ زره کمنټونه شوي او ۸۴۴ زره کسانو لایک کړی دی.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …