کورپاڼه / خبرونه / روینه ټنډن د خلکو له کوم چلند نه خپه ده؟
روينا ټنډن ١

روینه ټنډن د خلکو له کوم چلند نه خپه ده؟

په هند کې د کورونا ویروس د پېښو زیاتېدو وروسته چېرته چې د بالي ووډ نور اداکاران له خلکو نه غوښتنه کوي، همدا راز روینه ټنډن هم په دې برخه کې له ولس څخه غوښتنه کړې ده.

روینه ټنډن په دې وروستیو کې د کورونا ضد واکسین کړي دي او له خلکو نه يې هم غوښتنه کړې ده، چې ژر تر ژره دې د کورونا ضد واکسین وکړي.

هغه همدا راز د خلکو له چلند نه هم ډېره خپه ده، چې په داسې حالاتو کې هم خلک کورونا جدي نه اخلئ، ټوکې يې ګڼئ او حتیاطي تدابير نه خپلوي.

د ۱۹۹۰ کلونو مشهوره اداکاره روینه ټنډن وايي، چې په خلکو کې دا خبره خپره شوې ده، چې که دوی چېرته کورونا واکسین ولګول، نو کوم بل مخلوق به ترې جوړ شي، خو زه تاسې ته وايم چې له تاسې سوپر مېنان نه جوړېږي.

روینه ټنډن دا هم وويل، چې ډېر داسې خلک هم شته چې د کورونا واکسین کولو وروسته احتیاطي تدابیر نه خپلوي او وايي چې اوس موږ ته بل د هېڅ څه ضرورت نشته، دا ډېر غلط چلند دی.

نوموړې وايي، چې دا واکسین تاسې ته دا ګارنټي نه درکوي چې تاسې به بيا په کورونا نه اخته کېږئ، خو دا تاسې د کورونا له بدو اغېزو څخه ژغوري. هغه وايي، ما په موټرو کې ځوانان ولیدل چې ماسکونه يې نه و اچولي، دا هر څه حالات نور هم خرابوي.

په زړه پورې

سلمان خان او دیشا پټاني

د سلمان خان نوي فلم تاریخ جوړ کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان او دیشا پټاني نوی فلم د کورونا …