کورپاڼه / خبرونه / پریانکا چوپړا د هند لپاره ۴.۹ کروړه روپۍ مرسته راټوله کړه
پريانکا چوپړه

پریانکا چوپړا د هند لپاره ۴.۹ کروړه روپۍ مرسته راټوله کړه

د بالي ووډ او هالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره پریانکا چوپړا چې د هند په دې بد وضعیت کې يې د مرستې راټولولو لپاره خپل غږ پورته کړی و، تراوسه پورې يې ۴.۹ کروړه روپۍ مرسته راټوله کړې ده.

پريانکا چوپړا په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن څخه هم د مرستې غوښتنه کړې وه او ورته يې ویلي و، چې زما هېواد په بد وضعیت کې دی او عاجل د کورونا ضد واکسینو ته اړتیا لري، چې ستاسې سره زیات دي او که يې هند ته په عاجل ډول ورکړئ.

همدا راز نوموړې په ټولنیزو رسنیو کې د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو برابرولو لپاره په خلکو غږ وکړ او د يوې خېریه موسسې سره په ګډه يې د مرستو راټولول پيل کړل.

اوس تازه نوموړې په انسټاګرام کې په دې اړه یوه ویډیو خپره کړې ده او لیکلي يې دي، چې هغې په څو ورځو کې ۴.۹ کروړه روپۍ مرسته راټوله کړې ده او له هغه کسانو نه يې مننه هم کړې ده چې په دې مرسته کې يې برخه اخیستې ده.

پریانکا چوپړا همدا راز د مرستې لپاره د خلکو سره يو لینک هم شریک کړی دی او ورته يې ويلي دي، چې د دې لینک له لارې کولای شي چې خپله مرسته وکړي، تر څو د کورونا د کنټرول په برخه کې دا پېسې ولګول شي او خلکو ته لومړني روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي.

په زړه پورې

جیکي شروف او دیشا پټاني

جیکي شروف د دیشا پټاني په کالیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوی

د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) کې …