کورپاڼه / بېلا بېل / پېغلې د نارینه و کوم عادتونه خوښوي؟ په خپله يې وویل
اننیا پانډی

پېغلې د نارینه و کوم عادتونه خوښوي؟ په خپله يې وویل

پېغلې نجونې يا ښځې د نارینه و کوم عادتونه ډېر زیات خوښوي، په اړه يې اسټرالیايي ښځو په خپلو پوښتنې ځواب کړي دي، چې ښايي ډېر معلومات ترې ترلاسه شي.

د میل انلاین د راپور په وینا، د اسټرالیا د ډیټینګ روزونکې لوایني وارډ په خپل فیسبوک کې له پېغلو نجونو نه پوښتنه وکړه، چې هغوی په خپل انډیوال یا خاوند کې کوم عادتونه لیدل غواړي؟

چې په ځواب کې يې ډېری ښځو او نجونو هغه عادتونه ورته ولیکل چې هغوی يې په نارینه کې خوښوي. ښځو وویل چې دوی په نارینه و کې د هغوی نرم او مهربانه اوسېدل، ښه شخصیت، د ښه حس مزاح لرونکی، د نورو درناوی کول، ایمانداره او په ځان باوري نارینه خوښوي.

لوایني وايي چې په عام ډول داسې ویل کېږي چې ښځې داسې نارینه خوښوي، چې اوږد قد ولري، پوخ رنګ ولري او ښایسته وي، خو ښځې له دې پرته هم نارینه و کې ډېر څه ګوري.

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، زما په فکر ښځې داسې نارینه ډېر خوښوي چې هغوی د مزاح حس ولري، مهربانه وي او د نورو درناوی کوي، نو له داسې نارینه و سره ښځې خوشحاله وي او انډیوالي ورسره خوښوي.

په زړه پورې

ټيټ قد لرونکې ښځه

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه څو کلنه شوه؟

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه جيوتي کسانجي نومېږي، خو ايا پوهېږئ چې …