کورپاڼه / خبرونه / ډوین جانسن: په کوچنیوالي کې خلکو نجلۍ ګڼلم
ډوین جانسن

ډوین جانسن: په کوچنیوالي کې خلکو نجلۍ ګڼلم

د هالي ووډ فلمونو مشهور اداکار او ریسلر ډوین جانسن (دي راک) د خپل کوچنیوالي په اړه ويلي دي، چې په ښوونځي کې به نورو ماشومانو د هغه په اړه د نجلۍ فکر کاوه.

په یوه مرکه کې ډوین جانسن وویل، چې د هغه مزاج ډېر نرم، ځينې خصوصیات او د اوږدو ویښتانو له امله به په ښوونځي کې له هغه څخه پوښتنه کوله، چې هلک دی او که نجلۍ.

ډوین جانسن د کوچنیوالي د يوې پېښې په اړه وویل، چې ما په یو نوي ښوونځي کې داخله واخیسته، چې هلته یوازې ۶۰ ثانیې وروسته رانه یو ماشوم پوښتنه وکړه، چې ته نجلۍ او که هلک.

نوموړي په راتلونکي کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د برخې اخیستو په اړه وویل، چې که خلک داسې غواړي نو زه به حتما په دې اړه فکر وکړم او برخه به پکې واخلم. زما ارمان او هدف دا دی چې د امریکا خلکو کې یووالی راشي، که خلک هم دا غواړي نو زه به ټاکنو کې برخه واخلم.

د یادولو وړ ده چې ډوین جانسن پخوا هم په ځینو مرکو کې دا یادونه کړې ده، چې د امریکا ولسمشر جوړېدو ارمان لري او غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

په زړه پورې

غزل سادات

غزل سادات هم مینه والو ته د اختر مبارکي ورکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې غزل سادات د کوچني اختر په دریمه ورځ په ټولنیزو رسنیو …