کورپاڼه / خبرونه / فرحان اختر د خپل فلم (طوفان) ریلیز وځنډاوه
فرحان اختر

فرحان اختر د خپل فلم (طوفان) ریلیز وځنډاوه

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار فرحان اختر د خپل راتلونکي فلم (طوفان) وځنډاوه، ځکه چې په هند کې د کورونا پېښې له حده زیاتې شوې دي.

نوموړي په انسټاګرام کې په دې اړه يو ځانګړی پېغام خپور کړی دی او ويلي يې دي، چې د فلم جوړونکو سره يې په دې اړه خبرې وکړې او له هغه وروسته يې دا پرېکړه وکړه.

فرحان اختر لیکلي دي، چې په هند کې کورونا بې حده زیاته شوې ده او زموږ پام هم ټول د کورونا په اړه دی او دې ته هیله من يو چې ژر مو هېواد له دې بد وضعیت څخه راوځي.

هغه وايي، په داسې وخت کې د فلم خپرول ښه کار نه دی نو ځکه موږ هم له یوې پرېکړې وروسته د فلم ځنډول ښه وبلل، وروسته که هر څه پرېکړه وشي، د هغې په اړه به بيا له تاسې سره معلومات شریک کړو.

د يادولو وړ ده چې د دې فلم ډایریکټر راکیش اوم پرکاش مهرا دی، چې دا يې د ورزش په اړه له فرحان اختر سره دویم فلم دی، تر دې مخکې دواړو د (بهاګ ملکا بهاګ) په نوم فلم جوړ کړی و. (طوفان) فلم د مۍ په ۲۱مه نېټه خپرېده، خو اوس تر نامعلومې نېټې پورې ځنډول شوی دی.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …