کورپاڼه / خبرونه / د بالي ووډ مشهوره اداکاره دپيکا پاډوکون هم په کورونا اخته شوه
دپيکا پاډوکون

د بالي ووډ مشهوره اداکاره دپيکا پاډوکون هم په کورونا اخته شوه

په هند کې د کورونا ویروس ډېر په چټکۍ سره په مخ روان دی او اوس تازه د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره دپیکا پاډوکون هم په کورونا ویروس اخته شوی دی.

دپیکا پاډوکون چې د خپل خاوند او مشهور اداکار رنویر سینګ او د خپلې کورنۍ سره یو ځای د هند بېنګلور ته تللې ده او هلته يې د رخصتۍ ورځې تېرولې، په کورونا اخته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یوه اونۍ مخکې د دپیکا مور، پلار او خور هم په کورونا اخته شوي و، چې د څو ورځو لپاره په روغتون کې هم بستر شوي و، خو بيا ورغېدل او بېرته کورونو ته رخصت شو.

د دپیکا پاډوکون د کورونا ویروس ټېسټ مثبت راتلو وروسته هغه کرنټین شوې ده، خو د روغتیا په اړه يې لا ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، چې روغتیايي حالت يې څنګه دی.

د يادولو وړ ده چې په هند کې د عامو خلکو تر څنګ د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکاران هم په کورونا اخته شوي دي، چې عامر خان، عالیه بټ، رنبیر کپور، امیتاب بچن، ایشوریه رای پکې د يادولو وړ دي.

په زړه پورې

الو ارجن

د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په …