کورپاڼه / پرايويسي پالېسي

پرايويسي پالېسي

هنرستان وېبپاڼه د هنر لپاره ځانګړې شوې وېبپاڼه ده، چې هڅه کوي د افغانستان په ګډون د نړۍ د هرې برخې هنري خبرونه، د هنرمندانو په اړه ليکنې، مرکې، ويډيوګانې، عکسونه او نور ډېر څه تاسې ته په پښتو ژبه کې وړاندې کړي.

دا وېبسايټ يوازې او يوازې د هنري نړۍ څخه د معلوماتو لپاره جوړ شوى دى او تاسې ته يوازې او يوازې د هنري نړۍ خبرونه وړاندې کوي.

دا وېبپاڼه د يو څو تکړه ځوانانو له لوري پر مخ وړل کېږي، پرته له دې چې هنري خبرونه تاسې ته وړاندې کړي، نور هېڅ مقصد او مرام نه لري او نه يې هم تر شا داسې څوک شته چې هغوى دې يې ملاتړ وکړي، يا دې يې هم سپانسر کړي.

د دې وېبپاڼې د کارولو په تړاو بايد تاسې ته وويل شي، چې دا وېبپاڼه ستاسې هېڅ ډول معلومات نه ترلاسه کوي، نه يې ستاسې له معلوماتو سره څه سروکار شته دى، يوازې او يوازې هدف مو دا دى چې د هنري نړۍ له کيسو مو خبر کړو.